Advanced search
Registered users
Username:

Password:

Log me on automatically next visit?

Forgot password
Registration
 
Random books

حافظ شیرازی
حافظ شیرازی
Comments: 0
admin


پشتو - Pashto

پشتو کتابتون (Hits: 4791)
Subcategories
احمدشاه بابا - Ahmad Shah Baba (2)
راحمد شاه بابا (۱۱۳۵ هـ س = ۱۱۰۲ هـ ل = ۱۷۲۲ ز کال - ۱۱۸۶ هـ س = ۱۱۵۱ هـ ل = ۱۷۷۲ ز کال) (په انګرېزي:Ahmad Shah Durrani) د لوی افغانستان هغه لوی او نوميالی پاچا و، چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د بابا ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغان ولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارګلوۍ ځای موندلی وي.

احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې د افغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز = ۱۱۵۱ هـ لمريز = ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنګه جوړ کړی و.

اسحاق ننګيال - Ishaq Nangiyal (1)
اسحاق ننګيال د پښتو ژبې تكړه او نوميالى شاعر و. په ۱۳۳۵ لیږدیز لمریز کال کې د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د بسرام په کلي کې زیږېدلی دی. د پلار نوم یې محمد یوسف دی
اسدالله زمری - Assadullah Zamaray (1)
اسدالله زمری د حاجي عبدالحمید زوی په ۱۳۳۳ کال کې د لغمان په ولایت کې زیږیدلی،
زده کړې

د لښکرګاه د لیسې ترتمامولو وروسته ئې خپل لوړ تحصیلات د ماستري تر درجې پورې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پو هنځي کې سرته رسولي دي . د هیواد په بیلابیلو حقوقي ارګانونو کې د دندې تر سره کولو وروسته په ۱۳۷۲ لمریز کال له خواږه وطن نه وتلو ته اړ شو اوتر اوسه په المان کې د پردېسۍ تریخ ژوند تیروي.

چاپ شوي آثار

دی له ۱۳۵۶ کال راهیسې شعرونه لیکي .چاپ شوي آثار ئې دادي:
1.اوښکې او سکروټې ؛لومړۍ شعری ټولګه دچاپ کال ۱۳۶۶ .
2.د لمبو کلی ؛ دوهمه شعري ټولګه د چاپ کال ۱۳۷۹ .
3.په افغا نستان کې داساسي قوانینو تدوین او د ځینو حقوقي موازینو څرنګوالي ته یوه کتنه ؛دچاپ کال ۱۳۶۸ .

افضل شوق - Afzal Shawq (1)
محمد افضل شوق (۱۹۵۷ ز. - ۱۳ د نومبر، ۲۰۱۰ ز.) (په انګرېزي: Muhammad Afzal Shauq) يو پښتون شاعر، کيسه ليکوال او سېلانی څېړونکی دی.
الهام دین قیام - Elhamuddin Qiyam (2)
الحاج الهام الدین قیام
باز محمد عابد - Baz Mohammad Abid (2)
باز محمد عابد يو پښتون شاعر او ليکوال دی. نوموړی په ١٣٤٦ لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د ثمرخېلو په کلي کې د شهزاده په کور کې زېږېدلی.
بشیرګواښ بابک - Bashir Kawash Babak (1)
حمید مومند - Hamid Momand (1)
عبدالحميد مومند (ماشوخیل) (په انګرېزي: Abdul Hameed Mashokhel) کابو دوه نيمې پيړۍ پخوا د پېښور کوهاټ سړک او باړې روډ پر ښي غاړه پراته کلي ماشوګګر (ماشو) کې په يو ډېر غريب چاپيريال کې د عبدالحميد ماشوخېل په نوم يوه شاعر ژوند کاوه، چې په ژوند کې يې ډېرو لږو وګړو د احوال خبر واخيست، خو دپښتنو د تلپاتې دود او دستور سره سم وروسته له مړينې ډېر وستايل شو، چا د پښتو ژبې بېدل، چا د پښتو ژبې سعدي او چا د وېښته چوونکي (موشګاف) لقب ورکړ.

د ده دپلار او يا دا چې د چا زوی دی تر اوسه پورې کوم باوري او د قناعت وړ ماخذ هم نه شته، چې بشپړ مالومات په کې وي، خو د اوسمهالو ليکوالانو له ډلې څخه يوه نوماند ليکوال محمد اصف صميم يې د پلار نوم عبدالحق ښودلی دی. ( ۱)
د زوکړې ريښتينې نېټه يې نه ده څرګنده، خو داسې ګومان کيږي چې د يوولسمې يونيزې (هجري) پيړۍ په اخرو کې به زيږېدلی وي. (۲)

د پښتو ادب څېړونکو دده په ديوان کې ځينې تاريخي پېښو ته دڅنګزنو (اشارو) له امله د ده د زوکړې نېټه په خپل خپل تحليل ښودلې ده. پوهاند حبيبي وايي چې په (۱۱۰۰) ه ق کال زېږېدلی دی، همدغه نظر رښتين صاحب او الفت صاحب هم تايید کړی. خوو بېنوا صاحب بيا د (۱۰۷۵) ه ق ښودلې ده، ډاکټر انوارالحق په در و مرجان کې (۱۰۷۵ ۱۰۸۰) ترمنځ ښوولې ده. همېش خليل د ورکې خزانې په لومړي ټوک کې د حميد بابا د زوکړې نېټه (۱۰۸۳) ه ق ګنلې وه، خو داسې ښکاري چې د اورنګزېب د پاچاهۍ پر مهال يې دشعر هنګامه ګرمه وه؛ لکه چې وايي:

په قوت د يار د در د ګدايۍ د اورنګ پادشاه تر تخت لاندې مواس شوم
سره له دې يې هم د اورنګزيب عالمګير مړينې (۱۱۱۸- ۱۰۶۸) ته هم په يوه بيت کې دا ډول څنګزنه (اشاره) کړې ده.

خه به شور نه وي د هند په ميخانه کې چې اورنګ څخه د حکم جام نسکور شو
څوک چې دغه مهال د شعر ويلو داسې قريحه ولري، چې مهم ټولنيز او سياسي حالات په خپل شعر کې رانغاړي، هغه به د ژوندانه د څلي په نيمايي او يا هم د ژوند پوخوالي ته رسېدلی وي، نو په همدغه لاسوند د حميد بابا د زوکړې نېټه موږ د دېوان د دننېو شواهدو پر بنسټ تر (۱۰۸۰) ه ق راپه دېخوا اټکل کولی شو.
د بابا په باب ډېر پوهان، ليکوالان او څېړونکي په يوه خوله دي او وايي چې مومند دی، خو قوم يې ماشوخېل دی، چې د مومندو يوه پښه ګڼلی کيږي؛ لکه چې وايی:

د مومندو جوهر خانې لره دې راشي که څوک غواړي ښه لعلونه يمني
د حميد بابا د دېوان او نورو اثارو څخه دا جوتيږي چې عبدالحميد د خپل مهال مروجه علوم لوستي وو او په خپل وخت کې په ملا عبدالحميد نوماند وو. د ا خبره چې دی ملا وو د ده د ځينو اثارو د خطي نسخو په پای کې ليدل کيږي. (۱ )
په پاړسي، عربي او هندي ژبې پوهېدو. همدا ډول د حميد بابا د مړينې او مزار په باب کورني او بهرني څېړونکي او ليکوالان تر (۱۳۳۸ لمريز ۱۹۵۹ زېږديز) پورې په دې اند وو، چې ګڼې حميد مومند تر (۱۱۴۵) ه ق پورې ژوندی وو او يا د بلومهرټ پر ژبه په همدغه کال مړ دی. خو، د حميد بابا د شرعة الاسلام په پيدا کېدو سره دغه ګروهه واوښته او تر (۱۱۴۸) پورې يې ژوند يقيني شو؛ ښايي تر (۱۱۵۰) پورې ژوندی وي او دا چې د مړينې جوته نېټه يې نه ده څرګنده، خو دا ښکاره ده چې مزار يې د ماشوګګر په هغه لويه هديره کې دی، چې د کلي ترڅنګ د خوړ پورې غاړې سوېل ده دې ته پرت

خوشحال‌خان ختک - Khushal Khan Khatak (1)
خوشال خان خټک د شهباز خان ځوی د يحيی خان نمسی د ملک اکوړی کړوسی په ۱۰۲۲ه‍ ۱۲۱۳ع کښی له پيښور نه ۳۵ ميله لمر خاته خوا ته په اکوړی کښی وزيږ يده .کله کله ځينی ماشومان له ډيری لويي برخی سره دنيا ته ډيری لوی سر نوشت يي استقبال کوی .ددغه ماشوم په ږ چولی کښی هم لوی خدای ډيري ســتری کارنامی ليــکلی وی چه هغه وخت چا نشوی لو يوالی چاته معلوميده چه په ده پسی راروان و.


دا ډير ه موده وروسته څر ګنده شوه چه په ده کښی فوق العاده استعداد مو جود دی او له ده نه داسی لوی سړی جوړيږی چه په پيړيو پيړ به د يوه ملی قهرمان او ډير ستر شاعر په حيث په ډيردرانه يا ديږی او هغه خدمتونه نه چه دی يي په توره او قلم د پښتو او پښتو د حيات او بقاء د پاره کوی دومره وزن اودرنښت به پيــدا کوی چه هيڅکله به يی د فراموشی سيلاب له نړی څخه نشی وړلی.

خوشحال‌خان خَتَّک (به پشتو: خوشحال خان خټک) (۱۰۲۲ - ۱۱۰۰ قمری؛ ۱۶۱۳ - ۱۶۸۹ میلادی) معروفترین شاعر در دوران آغازین ادبیات پشتو است.[۱] وی به دو زبان پشتو و فارسی شعر می‌گفت.

برخی از سخنوران پیرو سبک خوشحال، و شامل‌شده در مکتب ادبی وی، عبارتند از: اشرف خان هجری، سکندرخان ختک، صدرخان ختک، و عبدالقادر خان ختک.

خوشحال خان در شعرهای خود پشتوها را به خاطر چنددستگی سرزنش زیادی کرده‌است.[۲] خوشحال خان در سدهٔ ۱۷ میلادی و در زمان امپراتوری گورکانی هند در کوهپایه‌های هندوکش در استان مرزی شمال غربی پاکستان امروزی زندگی می‌کرد. او در منطقه نوشهره به دنیا آمد.

پیشینه [ویرایش]

خوش‌حال خان بیک فرزند در شهبازخان ختک در سال ۱۰۲۲ هجری به دنیا آمد. خوش‌حال خان یک جنگجو و رئیس ایل ختک نیز بود. روستای خوشحال بیگ اکوره ختک نام دارد و ختک‌ها در این روستا ساکنند. خوشحال‌خان چندین سال در هند در قلعهٔ رنتنهبور زندانی بود و افراد ایل ختک موفق شدند او را از این زندان فراری بدهند و تا زمانی که به روستا خود نرسیدند اورنگ‌زیب از این گریز آگاه نشده‌بود. خوش‌حال‌خان پس از آن با تیموریان نبرد کرد، و با شاه اورنگ‌زیب تا زمان مرگ دشمن بود و درین گیرودار در سال ۱۱۰۰ هجری در سن ۷۸ سالگی درگذشت.

گفته می‌شود که خوش‌حال‌خان کتاب هدایه در فقه را به پشتو ترجمه کرد، و کتاب‌های بسیار دیگری نیز نوشت.

خيال محمد کټوازی - Khayal Mohamad Katawazi (1)
خيال محمد کټوازی د عبدالغفار زوی او په کال ١٣٢٩ لمريز کي د پکتيكا ولايت د مرکز د ښرنې د ملکانو په کلي کي زېږېدلی دی .
زده کړې

لومړنۍ زده کړي يې د ښرنې د علي بابا لېسه کي نوري زده کړي يې د رحمان بابا په لېسه كې او لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د ژورناليزم په څانګه کي سرته رسولې دي .

دندې

له کال ١٣٤٩ لمريز کال څخه يې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کي کار کړی ، په کال ١٣٥٥ کي د راډيو د خپرونو د لوی مديريت مرستيال او په ١٣٥٧ لمريز کي د راډيو تلويزيون د وزارت معين او د سولي او پيوستون د ټولني ريس و .

خيال محمد کټوازی د ۱۳۵۸ لمريز کال په پيل کي داطلاعاتو او کلتور د وزير په توګه وټاکل شو ، خو د همدې کال د جدي په شپږمه نېټه پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل نه وروسته د هغوئ له خوا زنداني او د شورويانو د استعمار په ټول دوران کي د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی دی .

په کال ١٣٦٧ لمريز کي د ګرباچف د بيا جوړوني د لاري له مخي د ډاکټر نجيب الله دملي روغي جوړي په دوران کي د څه ناڅه نهه کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزګارۍ وروسته د باندنيو چارو په وزارت کي د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدې وزارت د معين په توګه په کار بوخت شو .

په کال ١٣٧٠ لمريز کي په لېبيا کي د افغانستان د سفير په توګه وټاکل شو او بيا په لېبيا کي تر يونيم کال دندي وروسته هالنډ ته کډوال شو، او تر اوسه په نوموړي هيواد کي اوسيږي .

ښاغلی کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د هيواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کي ليکني او څېړني لري .

چاپ شوي اثار
1.د رڼا بهير - شعري ټولګه
2.پرېشانه ولولې - شعري ټولګه
3.د ستورو ورا - شعري ټولګه

باندنۍ تړنې
په ويکي شعرونه کې د خيال محمد کټوازي شعرونه

داکتر فاروق آعظم - Doctor Farooq Azam (1)
داکتر لطیف یاد - Doctor Latif Yad (1)
دلاور پرديس - Dilawar Pardais (1)
رحمان بابا- Rahman Baba (1)
عبدالرحمان مومند چې د افغانستان او د پښتونخوا د بلبل په توګه يې ټول پښتانه پېژني. د پښتو ادب يو بې ساری صوفي شاعر وو. د هغه شاعري د ځانګړي سبک په لرلو سره د ټولو پښتنو د زړه څراغ بلل کېږي، دا ځکه چې په اورېدو سره يې د پښتنو زړونه روښانه کېږي. په پښتو ادب کې د عبدالرحمان بابا د شاعرۍ ونډه دغه ډګر جوت اغېزمن کړی او بډای کړی دی.
مخينه





عبدالرحمن مومند
کومه مينه او ښه پېژندګلوي چې عبدالرحمن بابا عُرف رحمن بابا ته ميلاؤ شوې ده هغه د ډېرو ښوښو شاعرانو په نصيب کې نشته. د پښتو بچئ بچئ رحمن بابا د يو ښه او ښايسته شاعر په حېث پېژني. د پښتنو کوڅه په کوڅه، کور په کور او کلي په کلي د رحمن بابا شعرونه وئيل کېږي. د رحمن بابا د شعرونو نه متلونه جوړ شوی دی. عالمان ئې او خطيبان ئې د جومات په منبر د آیاتونو د مطلب او تشرېح واضح کولو لپاره او ملنګان او دروېشان ئې په وجد او سر کې وايي ځوانان ئې په حجرؤ او مجلسونو کې د منګي او رُباب سره شعرونه وائي او اوسيني خلق ئې په دفترونو او کاروباري ځايونو کې په چُرت او مزه کې د ځان سره د شونډؤ لاندې په ګُنګوسۍ کې وائي تردې پورې چې د سوات اخون باباجي عليه الرحمة هم د رحمن بابا د شاعرۍ بې حده زياته ستاينه کړې ده اړ دده د شاعرۍ سليس او د عوامو د خوښۍ برابر بللي دی. ددې دومره تعريفاتو نه پس هم دا ډېر د افسوس مقام دی چې د رحمن بابا د ژوند حالات لامکمل په تفصيل سره معلوم نه دي البته که مونږ د عبدالرحمن بابا په سوانح د علماؤ مُختلف مضمونونه وګورو نو مونږ وينو چې اکثر حالات خو هغوی يو شان ليکلي دي خو بيا هم يوه نيمه خبره ئې د بل نه سېوا ليکلې ده او همدغه شان که مونږ د ټولو سوانح نګارانو په رحمن بابا ليکلئ شوی سوانح وګورو نو کافي ډېر معلومات راجمع کېدائ شي. عبدالرحمن بابا په يويشتم د جمادي الثاني سنه ۱۰۳۸ هجري کې د پېښور سره نژدې په بهادر کلي کې پېدا شوی و. دا کلئ د پېښور سوېل خوا ته درې ميله ليرې د کوهاټ د سړک غاړې ته دی. د پلار نوم ئې عبدالستار و، دئ په اصل کې غوري خېل و، غوري خېل څه لاروي خلق نه و، بلکه د زمکو مالکان وه او ښه په تول پوره وه په دې وجه دا نظريه چې عبدالرحمن بابا بالکل غريب سړئ وه غلطه ده البته داوه چې خپله رحمن بابا له دُنيا سره مينه نه کوله، عبدالرحمن بابا پيدا شوی په بهادر کلي کې وه بيا په هزارخوانۍ کې استوګن شو په دې وجه بعضې مؤرخين ئې د بهادرکلي بولي اوځينې نور ئې د هزارخوانۍ، خو صحيح خبره همدغه ده کومه چې وليکلئ شوه. په کال ۱۰۴۵ هجري کې مشهورعالم عبدالحق رحمة الله عليه په بهادر کلي کې ميشته شو. دا عالم د متنۍ اوسېدؤنکئ وه. عبدالرحمن بابا د قرآن مجيد او د دين نور ابتدائي علوم دده مشهور عالم نه زده کړل. په کال ۱۰۵۲ هجري کې يو بل مشهور عالم د مولانا محمد يعقوب ځوی مولانا محمد يوسف عليه رحمة په پېښور کې استوګنه شروع کړه دی په اصل يوسفزئ وه، عبدالرحمن بابا ددغه عالم نه هم فېض ياب شو. ددې مشهور عالم نه ئې د فقهې او تصوف علم حاصل کړؤ. عبدالرحمن بابا تقريباً په ۱۰۵۴ هجري يا ۱۰۵۵ هجري کې د پېښور نه کوهاټ ته تشريف يوړلو او هلته ئې درويشت کاله عمرتېرکړؤ په خصوصي توګه نهه کاله عمر ئې په ځنګل خېل نومي کلي کې تېر کړی او پنځه لس کاله ئې په شېرکوټ نومي کلي کې تېرکړل، دلته ئې د حاجي بهادرخان عبدالله کوهاټي نقشبندي نه درس واخيستو او په کوهاټ کې عبدالرحمن بابا د دين ښه کلک عالم جوړ شو همدغلته رحمن بابا باندې د خدائ رحمت وشو او شاعري ئې شروع کړه، هغه شاعر چې ټول پښتانه او په پښتو ژبه پوهېدونکي غېرپښتانه ئې اوس پېژني.

رحمت الله سروري - Rahmatullah Sarwari (2)
رحمت شاه سایل - Rahmat Shah SAHIL (1)
رحمت شاه سایل د پښتو ژبې پیژندل شوی شاعر د هر پښتون په زړه کې اوسیږي ،ځکه چې دې کس د زړه نه د شاعرۍ له لارې د پښتنو خدمت کړی دی.
دهغه هنري ژوند خو ټولو ته معلوم دی، چې یو ډېر تکړه لیکوال ، شاعر او خبریال دی .راځی چې دهغه د ژوند دکتاب څه داسې پاڼې هم را واړوو چې ښايي ډیرو ته به نه وي معلومې :
رحمت شا سایل تر څلورم جوماته پورې سبک د سمرانېزو دورتیر کلي په ګورنمنټ پرایمري سکول کې ویلی دی ، خو د سکول د ودانۍ دننه سبک ته یې زړه تنګ شو او د فطرت په لمن کې یې پراخې مطالعې ته بډه ووهله.
هغه په سکول کې د خپل تعلیمي ژوند ټاکلي علمي کتابونه ونه لوستل خو د نړۍ د بیلا بیلو علمونو او هنرونو بې شمېره کتابونه یې مطالعه کړل او پخپله یې هم پښتو ادب ته ۱۲ کتابونه ډالۍ کړل.
دده اولنی کتاب (د ویر په چم کې وار د نغمو دی نومیدو) چې پښتنو قدردانو ډیر خوښ کړلو ، دده د شاعرۍ وروستی کتاب ( ستا خبرې د سندرو سرنامې دي ) نومیږي او ښه خبره بیا داده چې اوس ښاغلي سایل نثر ته هم مخه کړې ده. دهغه چاپ شوی دولسم کتاب ( اخري سندره ) نومیږي چې افسانې دي او د خدايي خدمت ګار غورځنګ دمشر باچاخان په اړه یې یو لیکل شوی کتاب همدا اوس تر چاپي پړاو لاندې تېریږي.
رحمت شا سایل نن سبا د پېښور په باچاخان مرکز کې کار کوي او د پښتون مجلې چیف ایډیټر یا مسوول مدیر دی.

سلیمان لایق - Sulayman Laiq (5)
شعری مجموعه
Initially a student of the College of Theology, graduated from the College of Literature in 1957. Laeq was an excellente poet and writer in Pashtu and Dari. During 1957-68, Laeq held different posts in the national controlled media.

One of his sisters was married to Mir Akbar Khyber (a leading leftist idealogue whose murder in 1978 started the Saur Revolution); another sister was married to Sibghatullah Mojaddedi (who would later become President of Afghanistan). Laeq was a founder of the newspaper Parcham in 1968. Toguether with Babrak Karmal, reprensented the moderate faction of the People's Democratic Party of Afghanistan (PDPA). At the same time, he became a permanent member of the Central Committee of the Parcham parliamentary group. After the Saur Revolution, Laeq became Minister for Radio and Television in 1978 and for a time was admitted to membership in the Politburo after the government had expelled the Parchamis.[1][2]

After the Khalq Government had removed most Parchamis, Laeq served as a temporary candidate member for the Politburo. Though he was imprisoned for being pro-Karmal, but the authorities treated him mildly. By 1980, following the intervention of the Soviet Army in Afghanistan, Laeq held several posts. By this time he had become a member of the Central Committee of the Parcham faction of the PDPA.[1]

In 1981 he was promoted to President of the Academy of Sciences, full member of the Afghan Politburo, and Minister of Nationalities and tribal affairs
، هندوستان و حتی جوامع بين المللی شهرت بسزايی دارد.

در دهه شصت ميلادی ، هنگاميکه با کنار کشيدن ديکتاتوران تاريخ از کرسی صدارت و بميان آمدن دموکراسی نيم بند و موقت ، حزب دموکراتيک خلق افغانستان ، بخصوص شاعران و نويسندگان در بيداری شعور سياسی مردم و بسيج آنها در تظاهرات مسالمت آميز بمقصد افشای دسايس و توطئه های حکومت های خانوادگی ووابسته و ظلم و ستمی که در طول تاريخ بر مردم ما روامی داشتند و کشور ما را عملا از کاروان تمدن عقب نگهداشته بودند تا بقای سلطهً غير مشروع شانرا حفظ نمايند ، نقش بسزايی بازی نمودند ، نويسندگان و شاعرانی چون سليمان لايق با سرودن اشعار ميهنی و حماسی ، مضامين و مقالات ارزنده در مطبوعات نقش اساسی را برعهده داشته اند.

منجمله اشعار زنجيری دوران ، شور خلق ، دو توفان ، زنجير پرست، دعا ، درين وطن ، چوب شکن ، دوست دارم اين وطن را و غيره وغيره از سروده های آن دوره های لايق صاحب است و هنوز هم در دل هر شنونده چنگ می زند. اين اشعار در آنوقت ، الهام بخش محبت و مهر ورزيدن جوانان مبارز به وطن آبايی شان بود و آنها را برای مبارزه بخاطر دموکراسی سمت و سو ميداد.

از سليمان لايق آثاری به پشتو و دری در ساحهً نظم و نثر بچاپ رسيده که مورد استفاده مردم ما و بويژه روشنفکران قرار داشته و دارد.

بعد از حوادث اخير که باثر توطئه خائنين کشور به تنظيم های ساخت پاکستان تسليم داده شد و بدست آنها ويران گرديد و سپس طالبان ظلمت آنرا به زمين سوخته تبديل کردند ، لايق نيز مانند ديگر روشنفکران بخارج پناهنده گرديد و اينک در کشور آلمان زندگی دارد.

وی در ديار غربت نيز خاموش نمانده و رسالت ميهنی خويش را نزد وطن ومردم وطنش به نيکويی انجام داده است که انتشار دو اثر شعری جديد يکی بنام بادبان در 216 صفحه و ديگری بنام سپرغکی بزبان پشتو در 246 صفحه از کارهای اين دورهً زندگی سليمان لايق بحساب ميرود.

اين کتابها با قطع و صحافت بسيار مرغوب توسط انجمن همکاری فرهنگی قره کمر در شهر گوتنبرگ ( يوتيبوری ) سويدن با همکاری موسسه آ بی اف يوتيبوری به چاپ رسيده است.

ما مطالعه هر دو اثر را به هموطنان و عاشقان فرهنگ و ادب وطن توصيه ميکنيم و برای آقای لايق صحت خوب و توفيق بيشتر در انجام مسئوليت های فرهنگی شان آرزو مينماييم.

سمع الدین افغانی - Samauddin Afghani (1)
صدیق کاوون توفاني - Sidiq Kawoon TOOFANI (1)
ښاغلی صدیق کاوون توفاني زموږدهیوادپه ادبي،فرهنګي اوسیاسي ډګرکېیوپیاوړې،وتلېاوپیژندل شوې شاعر،ادبي،فرهنګي اوسیاسي شخصیت دی
عارف تبسم - Arif Tabasum (2)
عبدالرحمن غضری - Abdul Rahman GHAZARI (1)
عبدالصمد خان اڅکزی - Abdul Samad Khan Asakzai - Achakzai (1)
خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی د پښتانه قام ملي اتل
زه په دې ملامت نه یمه چې ما د پاکستان د جوړېډو مخالفت کړی دی زه په ویاړ
وایمه چې ما دغه کار کړی دی موږ د برصغیر نه یو موږ افغانان یو د منځني اسیا یو له تاسو سره زموږ یوازې د مذهب انډول دی او افغانستان زموږ وطن دی زموږ ورسره د ژبي د تاریخ د جغرافيي دکلتور میني او ورورولۍ اړیکي دي نوتاسو نه سی کولای دغه اړیکي وشلوی تاسو سره به موږ په شرایطو ژوند کوو تاسو به پښتنه خاوره نه ټوټې کوی تاسو به پښتانه مریان نه ګڼی تاسو به د پښتنو وسایل نه لوټی تاسو به پښتو ژبي ته سپک نه ګوری ستاسو جبر منل ګناه ده او زه نه غواړم چې په ګناهګارانو ملګری سمه زندان ښه دی دا به د پښتنو مقدمه ژوندۍ وساتي نوي نسل ته به تاریخ سي او د پښتنو بچي به دغه غوښتنه پر مخ پسې یوسي

ستر سالار خان اودول سمدخان

عبدالغفور لیوال - Abdul Ghafoor Liwal (1)
عبدالله جان بختیا ني - Abdullah Jan Bakhyanai (1)
ادبي سوغات د عبدالله جان بختیا ني شعری مجموعه. شلېدلی امېل د افضل شوق ښکلی شعرونه. ستا ياد ؛ زما ملګری د بشیرګواښ ښکلی شعرونه. جانانه کله خو را ؛ د باز محمد ...
عبدلباری جهانی- Abdul Bari Jahani (2)
عزت الله شمسزي - Ezatulla Shamszai (1)
ښاغلى عزت الله شمسزی پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی دی.
غلام محمد کامه وال - Ghulam Mohammad Kamawal (1)
غلام محمد کامه وال () (په انګرېزي: Ghulam Muhammad Kamawal) يو پښتون شاعر دی.
نوموړی د اول ګل زوی ، په ١٣٣٣ لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په اخوند کلي کې زيږ ېدلې دی .
لومړنۍ زده کړي ېې د اخوند کلي په ښونځي کي کړي او منځني زده کړې يې د مراد علي صاحب په ليسې کې بشپړې کړي . د علاقې له مخې د پوليسو په اکاډمۍ کې شامل او پر ١٣٥٧ ل كال يې د افسر په توګه د کورنيو چارو په وزارت کې په کار پيل وکړ . د٦٠ او٦٦ کلونو ترمنځ يې د دولتي دندې سره سره د ديپلوم د ترلاسه کولو لپاره دويم ځلي د پوليسو اکاډمۍ ته د کميسار کورس په تعقيب سره ديپلوم ترلاسه کړ٠ نوموړي د مسلکي زده کړې او وړتيا لامله په مهمو پوستونو کې دندې سرته رسولې دي . پر ١٣٦٧ ل کال د ډګروالۍ رتبې ته ورسېد . ښاغلي کامه وال د عسکري دندې ترڅنګ د پښتو ژبې له شعر او ادب سره ډيره مينه درلوده ، له دې لامله يې له ١٣٦٣ ل راهيسې په شعر ويلو پيل کړی دی ٠ کامه وال تر عسکري هممسلکانو ، د هېواد د پښتو ژبي د ليکولانو او شاعرانو سره ناسته پاسته او زياته مينه لري او د هغوی په ټولو غونډو او محفلونو کې يې برخه اخيستې ده .
چاپ شوي آثار

د ښاغلي کامه وال ليکل شوي اثار دا دي :
1.ژوبل يادونه ، چاپ ١٣٦٨
2.دزړه لـــــلمه ، شـعري ټـــولــګه
3.کـــــــچکول ، دلنډو کيسو ټولګه ، ناچاپ .

ناچاپه آثار

د شعر يوه بېلګه

غنی خان - Ghani Khan (3)
عبدالغني خان(1914ز. - 1996 ز.) (په انګرېزي: Khan Abdul Ghani Khan) د پښتو ژبې شاعر، پژۍ جوړوونكى، پوه اديب، سياستوال، د سولې او روغې جوړې پلوی، د باچا خان فخر افغان نازولی مشر زوی و.د پښتوادب کې د هغه د شعري ژبې ځانګړتيا د فلسفې په ريالیزم اړخ باندې ولاړه ده اوپه شعرونو کې ېې د خپلې خاورې او خپل كلتور انځورونه منعکس کړي دي چې پښتو کلتور او ادب کې ځانته خپل ځای لري.
مخينه

د 1914م زېږيز كال د ډسمبر په مياشت كې د پښتونستان د اشنغر په كلي كې د خان عبد الغفار خان چې په فخر افغان هم شهرت لري په كور کې يو ماشوم د عبدالغني خان په نوم وزېږېد . دغه ماشوم د پښتوادب يو ځلېدونكى ستورى شو . د ښاغلي غني يو ملګرى ليكي چې غني خان په كوچنيوالي كې ډېر ښكلى او د مور و پلار ډېر نازولى و، په غاړه يې د سرو زرو درنه اوږۍ او په ښي غوږ به يې د سرو زور والۍ وه، خو د قدرت اراده نه وه چې د غني د ناز دا موده نوره هم اوږده شي . غني له سختيو او ربړو سره هغه وخت لاس او ګرېوان شو، چې کله د پنځو كلونو په عمر دی د مهربانې مور له غېږې څخه بې برخې شو. مور يې په ځوانۍ كې د وبا په ناروغۍ وفات شوه. دى او كشر ورور يې عبدالولي خان د درې نيمو كلونو او يوه خور يې سردارو د اتو مياشتو په عمر بې موره شول. په دې وخت كې غفارخان د پېرنګيانو د حكومت له خوا په درې كاله بند محكوم شو. نو د درېيو ماشومانو روزنه د دوى انا، د باچاخان مور ته ورترغاړې شوه. د وخت زړه لا هم سوړ نه شو، د باچاخان مور هم په حق ورسېده. نو غني، ولي او خور يې له روزونکو مشرانو څخه بې برخې پاتې شول.

[سمول] زده کړې





عبدالغني خان




عبدالغني خان
غني خان لومړنۍ زده كړې په هغه ازاد قومي ښوونځي كې پيل كړې، چې باچا خان او د هغه دوستانو د غريبو هلكانو لپاره په اتمانزو كې جوړ كړى و. هلته زده كړې د ټولو لپاره په وړيا ډول وې .باچا خان ځكه خپل زامن د غريبانو ښوونځي ته واستول چې خلك ونه وايي چې باچا خان د خپلو او د نورو د زامنو ترمنځ توپير كوي. خپل زامن معتبر او غوره ښوونځيو ته لېږي او د نورو زامن د غريبانو ښوونځي ته هڅوي .

په هغو ورځو كې د باچا خان دا خيال و چې له غني څخه يو لوى اسلامي عالم جوړ شي، نو ځكه يې په غني خان اووه كاله عربي دوديز علوم ولوستل. باچا خان ډېر وخت په جېل كې بندي و او يا به هم د خپل قومي سياسي غورځنګ د تبليغ لپاره په دوره وتلى و.غني خان لسم ټولګى په بري سره پای ته ورساوه، وروسته د ډېلي جامعه مليه مدرسې ته لاړ. او دا هغه وخت و چې په افغانستان كې د سقاؤ زوى باغي شو او باچا خان د خپل ورور ډاكټر خان په مشرۍ يو طبي پلاوى افغانستان ته ولېږه. په دې پلاويو كې اووه ډاكټران او دېرش نورو مرستیاله زليمانو په سره سره غني خان هم ورسره مل و. خو انګرېزان د دې ډلې پاسپورټونه تر هغه وخته وځنډول ترڅو د افغانستان پاچا امیر امان الله خان ګوښه کړای شو او د کندهار له لارې بهر ته لاړ.

فضل هادي فضلیار - Fazil Hadi FAZILYAR (1)
قاسم خان مندوخیل - Qasim Khan Mandokhail (0)
لایق زاده لایق - Laiqzada LAIQ (1)
پښتني کولتور او ادب د هر اړخه موړ او بډایه دی، په ټولیزه او فطري توګه پښتانه امن خوښی قام دی. شعر، شاعرئ او موسیقی سره مینه لری. هر هغه لوستي او نا لوستي پښتانه چې د خپل کولتور نه پردی شوی نه وی نولږی او یا ډیري پښتو لنډئ او ټپې به ئې خامخا زده وی.

د پښتو د ادب په اسمان ډیر ځلانده ستوري ځلېدلی دی او پښتون ملت چې زرګونه کاله روڼ پیښلیک (تاریخ) لری په خپله خاوره ډیر ویاړلی نومیالي،منلي پوهان ، ادیبان، شاعران او لیکوالان زیږولی دی چې د پښتنی کولتور د سمسورتیا او بډاینی لپاره ئی نه ستړی کېدونکې هلې ځلې کړی او لا کوی ئی ،پدی ډله کې ښاغلی لائق زاده لائق ځلانده او وتلی نوم او شهرت لری.

ښاغلی لائق زاده لائق پیدایشی شاعر دی، د پښتو ژبی منلی او وتلی ادیب ،ژورنالست او څیړونکې دی یو ډیر اړخیز سړیتوب (شخصیت) دی د ادب په ډګر کې په ټولو لارو ګرځیدلی دی ،دخپل لوړ تفکر، پوهی، هنر ، مهارت او پوره تجربی له امله د ادب په ټولو برخو برلاسی دی اوپه ادبی بهیر کی یو ځانګړی مقام لری. د خپل ژوند ډیره برخه ئی د خپلی مورنئ ژبی (پښتو) او پښتنی کولتور د چوپړ لپاره وقف کړی ده . د پښتون قام او پښتنو د ابادئ ،سوکالئ،امن،پوهی او بیدارئ لپاره ئی قلم پورته کړی دی ،د پښتنی کولتور لمن ئی په ارزښتناکو لیکنو،شعرونو، نظمومونو، نثرونو، افسانو،لنډوکېسو، کالمونو،مقالو، ډرامو او په څیړنو ښکلی او غنی کړی ده، د ګڼو لیکوالانو او شاعرانو په کتابونو ئی سریزي لیکلی دی. دلیک ژبه ئې روانه،ساده او اسانه ده. ټول خلک پرې پوهیږی .

ښاغلی لایق صیب د ۲۰۱۱ ع کال د اکتوبر په میاشت کې د اروپائی سفر په لړ کی جرمنی ته راغلی ؤ، نوموړی دلته هم خپلی ادبی هلې ځلې جاری وساتلی د ګڼ شمېر ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو، سیاستوالواو ژورنالستانو سره ئی لیدني کتني وکړی،په بون ښار کی ئی د المان غږ راډیو او په پراګ کی ئی دازادئ او مشال راډیو له کارکوونکواو ملګروسره دنظریو بدلون وکړ او په هغه ادبی بنډار کی ئی هم ګډون وکړ چی دده په ویاړ دکولن په ښار کی جوړ شوی ؤ،دخوبونو تعبیرونو په نامه سفرنامه ئی ولیکله چی د ماته ائینه د افسانو په بڼه به په سفر نامه کې یو ځانګړی نوښت وی.

دغه راز د نوموړی د ډیرو نوروګټورو لیکنواوکتابونو ترڅنګ فنکار نه مری هغه څیړنیز کتاب دی چی تازه چاپ شوی دی. فنکار نه مری د پښتنی کولتور او ادب په برخه کی یوه ډیره ګټوره پلټنیزه څیړنه ده چې ډیرو کلونو په ترڅ کی تر سره شوی ده او دپښتو ژبی د پنځوسو هغه هنرمندانو ژوند لیکونه او حال احوال ئی پکې خوندی کړی چې اوس زمونږ سره جسمانی موجود نه دی. دا څیړنه ئی بی ساری او ډیره ارزښتناکه ده.

د فن او هنر په برخه کې هم د ښاغلی لائق صیب هلې ځلې پوره د ستاینی او قدردانئ وړدی، د ګڼ شمېر نامتو پښتنو سندرغاړو لارښونه ئی کړی ، روزلي او پاللی ئی دی ،له دوئ سره ئی دفن او هنر په برخه کې پوره پوره مرسته کړی ده چې له دغه ډلی څخه د بیلګی په توکه د مېرمن نازیه اقبال، د پښتو موسیقئ د بابا استاد خیال محمد کشر ځوی ښاغلی وصال خیال، ښاغلی خالد ملک،ښاغلی ماسټر رحیم ګل،مېرمن غزاله جاوید او داسی نورو هنرمندانو نومونه د یادونی وړ دی.

د پښتو موسیقئ د نامتوکمپوزرانو او موسیقی جوړونکو استاذانوهر یو ښاغلی ماسټر علی حیدر، استاد نظیر ګل،ښاغلی شاکر زیب نوشیروی، ښاغلی نظر محمد زرو،ښاغلی فرخ زیب نوشیروی اوداسی نورو سره ئی دموسیقئ په ډګر ،ددوئ په پیژندګلوئ کې پوره ونډه لرلی ده.

له ۸۰۰ نه زیات شعرونه ئی د پښتونخوا د بیلابیلو پیژندل شویو او نامتوسندرغاړواو هنرمندانوله خوا په راډیو، تلویزیون،فلمونو،حجرو،دیرو او نورو محفلونو کې ویل شوی دی چی پدی سره ئی د نالوستو پښتنو غوږونو ته هم خپل پیغام رسولی دی.

د ښاغلی لایق صیب په اثارو او ادبی هلو ځلو لیکنی به خپلو درنو پوهانو ته پریږدواو دده ادبی ژوند ته به یو ځغلند نظر واچوو:

ښاغلی لایق زاده لایق د ۱۹۵۹ ع کال د جنور ئ د مېاشتي په پنځلسمه نیټه د پښتونخوا دسوات په ښکلی سیلانی سیمه کې دمدین په کلې کې دونیا ته سترګي غړولی دی. لومړنئ زدکړه ئی د خپل کلي د هائی سکول (لیسی) او لوړی زده کړی ئی،په سیاست، پښتو ادب او اردو ادب کې سر ته رسولی دی ، د وکالت ډګرئ او په پښتو ادب کې د انرز خصوصی سندونه هم لاس ته راوړی دی.د ورکوټی والی راهیسی ئی د پښتو ادب لمن ټینګه نیولي ده، د شعر لیکل ئی د ۱۹۷۱ ع کال راهیسی شروع کړی دی د شاعرئ سربیره ئی د نثر او څیړني په برخه کې پوره زیار ګاللی دی.

د نورو ګڼو ادبی هلوځلو تر څنګ ئی په ۱۹۷۸ کې په جهانزیب کالج سوات کې د سرحد سټوډنټس فیدریشن بنسټ هم کېښوده چې د مترقې ذهن پوهیدونکي (سټوډنټان) پکې راټول شول.

ښاغلی لایق زاده لایق په ۱۹۸۳ ع کال کې دژورنالیزم په ډګر کې دپیښور راډیو د پروډیو سر په توګه د خپل عملی ژوند پیل وکړ ،د ګڼو ورځپاڼو او مجلو سرسره د وحدت ورځپاڼـی همیشنی قلمې همکار پاتي شوی دی. دښونځی (سکول) او کالج په دوران کې ئی ګڼ شمېر افساني او شعرونه په ایلم مجله کې خپاره شوی دی. له ۳۷۰ زیاتې ريډیائی ډرامي ئی لیکلی او نشر شوی دی.

ښاغلی لایق زاده لایق د پیښوراود کوهاټ راډیود ډایرکټر د دندی سربیره په ګڼو بیلابیلو سرکاري لوړو کرسیوهم کار کړی دی،چې دپښتون قامي وحدت ستر لاښود ښاغلی محمد افضل خان لالا (د پاکستان په مرکزې کابینه کې وزیر ؤ) پرایویټ سکرټری هم پاتی شو دی.

د ادبي او کلتوري خدمتونو په دی لړ کې چې کله په کال ۱۹۹۸ کې په پیښور کې د پښتونخوا د پوهني دیره جوړه شوه نو ښاغلی لایق زاده لایق ئی د مشر او ښاغلی عبدالبصیر بیدار ئی دمرستیال په توګه وټاکل شول چې دپوهني دیرې په چوکاټ کې ئی تر اوسه له سلو زیات کتابونه چاپ کړی اوګڼ شمېر د موسیقئ ماښامي ئی جوړ کړی دی ، د ګڼو پښتنو پوهانو،شاعرانو او ادیبانو د کتابونو سریزی ئی لیکلی د کتابونو په چاپ او پروف کې ئی ورسره هر اړخیزه مرسته کړی او ددوئ لیکنو ته کتابی شکل ورکړی دی

مبارز څاپى - Mubaraz Zazai (1)
لیکوال
محمد اسماعيل يون - Mohammad Ismail Youn (2)
محمد اسمعيل يون د افغانستان نوميالى شاعر، ليكوال او سياستوال دی. هغه د محمد خان زوی د ۱۳۴۶ لمريز كال د کب په ۱۸ مه د لغمان وﻻيت د الينګار ولسوالۍ د الوخېل په سيمه کې زيږيدلی دى .
محمد افضل خان - Mohammad Afzal Khan (1)
محمد عالم حيران - Mohammad Alam Hairan (1)
محمد عالم حيران په يوې غريبې کورنۍ کې سترګې پرانيستي، خپل خوږ عمر يې خلکو ته د خدمت په لار او د خپلې مورنۍ خوږې ژبې پښتو په پاللو او روزلو کې تېر کړى دى.
د حيران د شعرونو دا مجموعه د ښاغلي محمد اسمعيل يون په زيار او هڅه راټوله او چاپ ته تياره شوې ده. د حيران شعرونه يو خاص خوند او کيفيت لري او لکه څنګه چې له زړه نه پاڅېدلي په زړه لګي او هغه ته قوت بښي. د ښوونې او روزنې مطبعه په داسې حال کې، چې ښاغلي يون ته د هغه د کار او زيار په لار کې ستر برياليتوبونه غواړي، خپله دنده بولي، چې د هېواد د بډاى فرهنګ په ژوندي ساتلو کې د هر راز علمي، ادبي او هنري اثارو په چاپولو او خپرولو کې خپله ملي او هېوادنۍ دنده سرته ورسوي.

محمد هوتک - Mohammad Hotak (1)
د هوتكي دورې له علمي او ادبي رجالو څخه يو هم محمد هوتك دى، دى د داود هوتك زوى او د قادر خان هوتك لمسى و.
محمد هوتك عالم، اديب، طبيب او د پښتو ښه شاعر و، ده د هوتكي كورنۍ د وروستي پاچا شاه حسين په وخت كې ژوند كاوه، د ده د دربار شاعر او د هغه ادبي دربار منشي و، چې شاه حسين به هره اوونۍ، په نارنج ماڼۍ كې جوړاوه.
په دې ادبي دربار كې به ادبي بحثونه او نقدونه كېدل، اثار به كره كېدل او كره اثارو ته به ځوان او اديب پاچا شاه حسين صلې او جايزې وركولې.
محمد هوتك د ۱۰۸۴هجري قمري كال د رجب المرجب په ۱۲ نيټه د كندهار په كوكران كې زيږيدلى او همهلته يې د خپل عالم او فاضل پلار په توجه درسونه وويل او تر اتلس كلنۍ پورې يې د دين احكام، فقه، اصول او تفسير وويل او د فصاحت علوم لكه قافيه، عروض، بيان او معاني او نور يې زده كړل، كله يې، چې پلار وفات شو، دى پاچا وروغوښت دربار ته او هلته لكه، چې مو وويل په ادبي چارو بوخت شو، د پاچا د اشعارو كاتب او د ادبي دربار منشي و.
د محمد هوتك عمر په لوستلو او ليكلو تېرېده او همدا يې مشغولا وه، ده هغه وخت ګڼ كتابونه تاليف كړل، له دې كتابونو څخه يو هم خلاصة الفصاحت و، چې د فصاحت علوم په كې بيان شوي وو او د فصاحت ټول علوم يې د پښتنو لپاره په پښتو كښلي او د پښتنو طالبانو لپاره خلاصه كړي وو.
محمد هوتك بل كتاب د لرغوني طب په برخه كې د خلاصة الطب په نامه ليكلي و، ده دا كتاب په ۱۱۳۹ هجري قمري كال د پاچا حضور ته وړاندې كړ او پاچا سل طلاوې انعام وركړ او دى وايي، چې پاچا تل داسې مهربانۍ پرې كولې.
ده د اشغارو يو بشپړ ديوان هم درلود، چې تر ۱۱۴۱ هجري قمري كال پورې يې د رديف له مخې ترتيب كړى او بشپړ كړى و، د ده دېوان غزلې، قصيدې او څلوريزې، چې د ديواني شاعرۍ منلي اوصاف وو، درلودل او د وخت اديبانو خوښول او لوستل.
د ده بل مهم اثر پټه خزانه دى، چې د ۱۱۴۱ هجري قمري كال د جمادى الثاني په ۱۶ د جمعې په ورځ يې ليكل پيل كړي او د ۱۱۴۲ هجري قمري كال د شوال المكرم په ۲۴ نيټه د جمعې په ورځ يې ليكل سرته رسولي دي.
دا د پښتو يو ډېر معتبر او باوري كتاب دى، چې يوه سريزه، درې خزانې او يوه خاتمه لري. په سريزه كې يې تر ثنا او نعت وروسته د وينا او شعر پر ارزښت خبرې كړې او بيايې ليكلي، چې ما له دېرشو كلونو راهيسي د پښتنو شاعرانو او ويناوالو ويناوې او حالونه راغونډ كړي، خو حالاتو سمى نه خوړ، چې دا يادښتونه ترتيب او تنظيم كړم.

محمدا جان - Mohammad Ajan (1)
محمدا جان يار - Mohammad Ajan Yar (1)
په پښتو داستاني ادبياتو كې د ناول ليكنې د تاريخي بهير مطالعه څو په زړه پورې ټكي د
سړي مخې ته ږدي. لومړنى ټكى يې دا دى، چې د ژباړې او خپله د ناول ليكنې بهير سره له دې
چې اوږد تاريخ لري، خو دغه بهير له پيل راوروسته په سمه پرله پسې توګه او په ټينګار سره
دوام نه دى پيدا كړى. ددغه تاريخي بهير له مطالعې څخه راوتلى بل ټكى دا دى، چې زموږ په
ولس كې او د اولس د ژوند په بېلابېلو اړخونو كې د پېښو د ډېرښت او د اتلانو او څيرو له
ځلېدو سره سره زموږ د ناول ليكنې بهير او زموږ ناول كښونكو له دې څخه لازمه ګټه نه ده
اخيستې. هغومره چې د اولس ژوند له سترو پېښو له سترو اتلوليو ډك دى او څېرې او پېښې
په كې ډېرې په زړه پورې دي . زموږ په ناولونو كې بې له يو څو بېلګو پرته لازمه ځلا نه ده پيدا
كړې.
په دې وروستيو كلونو كې زموږ يو شمېر ليكوال دې برخې ته هم پام رااړولى دى. په دغو
كلونو كې يو شمېر په زړه پورې ناولونه او منځنۍ كيسې ليكل شوي دي . په دغو كيسو او
ناولونو كې د اولس د ژوند بېلابېل اړخونه ځاى شوي او داستاني شوي د ي . دغه هڅې د
ستاينې وړ دي، خو كافي نه دي.
ښاغلى ليكوال او شاعر محمدا جان يار هم په دغو وروستيو څو كلونو كې په دې برخه كې
هلې ځلې كړي دي . نوموړى چې تراوسه يې د شعرونو او نظمونو د كښلو لړۍ ګرمه ساتلې ده،
په راروسته كې يې داستاني ليكنيو ته پوره پاملرنه وراړولې ده.
ښاغلي ليكوال تراوسه پورې څو داستاني ټولګې او د ناولونو او منځنۍ كيسې كښلي دي.
په دغو داستان ليكنو كې د تېرو دېرشو اورنيو او خونړيو ك ل ونو پېښو په ښه توګه ځاى موندلى
دى.
ښاغلي يار دغه نوي ناول هم د همدغو كلونو يوه پېښه رااخلي او داستاني بڼه وركوى. ما
ددې ناول لومړنۍ كښل شوې نسخه ولوستله او ګران ليكوال ته مې ددغه اثر په اړه خپل نظر او
ځينې مشورې وركړې، چې د چاپ په وخت كې يې په پام كې وسات ي او بيا ځلي كتنه پرې وكړي .
هيله لرم زموږ ځوان ليكوال دغه په زړه پورې ادبي ډول ته غور وكړ ي . دا هغه داستاني ډول دى،
چې د يو ملت د ژوند ټولې لوړې ژورې، ټولې ناخوالې، ټول عظمت، ټولې مينې او وينې پكې
ځاېداى او ځلېداى شي.
يه هپ ېنرلماپ دغې برخې ته د لا زياتې له. تاسو د ښاغلي يار ددغه ناول لوستلو ته رابولم.

ملنګ جان - Malang Jan (0)
د ملنګ جان ژوند ليک

ملنګ جان پر ۱۲۹۳ لمريز کال د ننګرهار د بهسودو په چميار کلي کې وزېږېد، پلار يې ملک عبدالشکور نومېد، چې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتي شو او پوله او پټی يې هم د ناوړو دودنو او تربګنيو له کبله له لاسه ورکړږ آر نوم يې محمد آمين و، وروسته امين جان او په پای کې هم ملنګ جان شوږ په پنځلس کلنۍ کې د خوارۍ مزدورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره د کامې داربنګ ته کډه وکړه او هلته يې د شعر ژبه ويانده شوه او د ملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پېل وکړ. شپږ مياشتې وروسته له ککامې څخه بېرته خپل پلرني کلي ته راستون شو. بيا يې د جلال ابادپه امنيه او د کونړپه لويه ولسوالي کې خپله دوه نيم کلنه سرتېري سرته وروسوله، بيا په خپل کلي کې په مزدورۍ او کرګرۍ بوخت شو. د شلمو په سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي (ننګرهار)کې خپره شوه. دا هغه مهال و چې شعرونه او نعمې يې نورې د سندرغاړو خولو ته رسېدلی وې او د پوره نوم خاوند شوی و.


پر ۱۳۳۲ کال د سردار محمد داؤد له خوا وبامل شو او پر ۱۳۲۹ کال ورته د سردار شاه محمود صدراعظم له خوا د کال شپږ سوه (افغانۍ) مستمري معاش و ټاکل شو. پر ۱۳۳۲ کال يې کابل ته راوغوښت او په کابل رادېو کې د پښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو. ده او څلور تنو شاګردانو ته د قبايلو په رياست کې ځای ورکړ او د ژوندون تر پايه يې همدا دنده پر مخ يوړه، چې په ترڅ کې يې ورسره د پښتونستان د يوساعته پروګرام لپاره هم سندرې جوړولی.د ۱۳۳۴ کال په وروستۍ نيمايي کې د ځينو ستونزو له کبله ورګار ګړ شو او دا چې پښتو ټولنې د افتخاري غړي په توګه منلی و، نو خپل پوره معاش يې ورکاوه. پر ۱۳۲۸ کال ورته سردار داؤد صدراعظم د ليک لوست لپاره يو ښوونکی وګوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې ورمره څه زده کړل، چې نور يې څپل شعرونه پخپله ليکلای لو اوستالی شول. د مخه يې له فرآن پرته کومه زده کړه نه وه کړې او هر شعر په يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په يادو ورزده کاوه.

مليار حکمت الله - Hikmatullah Malyar (1)
میرویس نیکه - Mirwais Nika (0)
حاجي ميرويس خان هوتک(۱۶۷۳- ۱۷۱۵زېږدي) (په انګرېزي: Mirwais Hotak) د شاه عالمخان هوتک او د نازوتوخۍ نامتو زوی و. د افغانستان ستر مبارز ، مدبره مشر چې افغانان ېې د ښه مشرتابه له کبله نيکه هم ګڼي د شاه عالم خان هوتک زوی ، دکرم خان هوتک لمسئ ، په کال۱۶۷۳ زېږيز کې ، کندهار کې سترګې روڼې کړې. دی په خټه هوتک و چي دغرزيو دټبر يوه ستره پښه ګڼل کېږي . ددې ټبر ډېری وګړي په کلات، هرات او کندهار کې مېشت دي.
پشتو لوست (14)
پښتو لمری ټولګی لوست پښتو دوهم ټولګی لوست
پوهاند عبدالحى حبيبي - Pohand Abdul Hai Habibi (3)
علامه پوهاند عبدالحی حبيبي ( ۱۲۸۹ ل. - ۱۳۶۳ ل.) (انګرېزي: Abdulhai Habibi) د علامه حبيب الله كندهاري ( حبو اخندزاده) د درنې كورنۍ پر آسمان تر ټولو روڼ او ځلاند ستورى ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي دى چې زموږ د هېواد د معاصر فرهنګي بهير د "سرلاري" وياړ يې ګټلى دى.
ژوندليک

علامه عبدالحى حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوى د عبدالرحيم اخوندزاده شهيد لمسى د علامه حبيب الله كندهاري كړوسى د ملا فيض الله كاكړ كوسى او د ملا بابړ مدرس كودى دى، چې د ۱۳۲۸هـ ق كال د ربيع الثاني پر ۱۷ د پنجشنبې په ورځ ( مى ۱۹۱۰م) د كندهار ښار د باميزو په كوڅه كې زېږېدلى و. د عبدالحق اخندزاده درې اولادونه پاته سوي دي. مشر زوى يې عبدالباقي نومېدى چې په ځواني كې د استسقا په ناروغۍ مړ سوى دى. علامه عبدالحى حبيبي يې دوهم زوى او يوه لور يې (بي بي صاحبه) وه ( بي بي صاحبه د كندهار د منلي علمي شخصيت ارواښاد محمدرسول پښتون باركزي ( ۱۲۷۹- ۱۳۶۱ل) مېرمن وه. د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى او د هېواد هنرمند خطاط او څېړونكي ښاغلي نصير هنر پښتون ددغې پښتنې مېرمنې زوى دى ) چې روزنه يې مور پر غاړه اخيستې وه.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د نورو دينې پوهانو څخه وکړې. عبدالحی حبيبي په( ۱۲۹۹ل )کال دشاليمار په لومړني ښونځې کې شامل او په (۱۳۰۴ ل)کال يې دنوموړي ښونځی شهادتنامه تر لاسه کړه ،اوپه همدغه کال يې په ۱۵ کلنۍ هملته دنوموړې ښونځۍ دښونکي په توګه په دنده پيل وکړه.

ادبي ژوند

علا مه حبيبي د خپل پير پرمروجو بيلا بيلو علمي څانګو برلاسي درلوده ،خو د ژبپوهني ؛ ټولنپوهني ؛ادب پوهني ؛دين پوهني او تاريخ پوهني په برخو کي يې وړتيا هغه پوړيو ته رسيدلې وه چي نه يوازي د افغاني پوهانو لپاره ستره مرجع وه بلکي ټولو بهرنيوڅيړونکو ته هم د يوې ډاډمن ماخذ په توګه منل شوې وو. دهيواد د ستر مورخ په توګه د علامه حبيبي د ښه پيژندلو لار د هغو تاريخي اثارو او ليکونو لنډه ارزونه ده چي د نوموړي په زيارتاليف او تدوين شويدي ، چي په مرسته به يې د ليکلو سبک ، د څيړني ليدلورۍ او هم يې د خوښي وړ پير و پيژندلای شو .




لیکنې

د علا مه حبيبي څخه تر يوسل او ديرش ( ۱۳۰ ) زيات چاپ شوي کتابونه را پاته دي، په سلګونو مقالې او رسالې يې خپرې شوي او تر دوه سوه زياتو ملي اونړيوالو علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کي يې خلاق ګډون کړيدۍ .د چاپ شويو کتابونو له جملې څخه يې د شپږ پنځوسو څخه تر شپيتو کتابونو پوري د افغانستان دتاريخ او تاريخي جغرافيې په اړه دي ، چي د بيلګي په توګه د افغانستان لنډ تاريخ ( دوه جلده ) ،افغانستان بعد از اسلام ( دوه جلده ) ، د پښتو ادبياتو تاريخ ( دوه جلده ) ، اديان عصر کوشاني ، افغانستان در عصر تيموريان ، تاريخ شاهان صفاري ،نومورکي مورخين ،جغرافيايې تاريخي افغانستان ، هنر عصر تيموريان ، تاريخ مشروطيت در افغانستان او يو زيات شمير نور يادولای شو . په دې ليکنه کي يوازي د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ په اړه اړين مطالب را يادوم :

د تاريخ پيژندنه به هر چا په خپله رايه کړې وي خو يوه رايه دا ده چي ، تاريخ يو داسي تفصيلي نوم دۍ چي په هغه کي د (زمان) او (مکان) د يوالې بيان شته . دا دوه مفاهيم په حقيقت کي د دې علم بنسټ او هم يې دعلمي شته والۍ اساسي فکتورونه ګڼل شويدي . تاريخ د خپل اوږد ژوند په بهير کي بيلا بيل موقفونه درلودلي او يا ورکول شويدي . د يوې سپيرې کيسې او ساده نکل څخه بيا تر عقيدتي مضمون پوري ؛ د پيښو د ساده بيان څخه بيا تر فلسفي يون پوري يې ټول پړاودنه لرلي دي . خو هغه وخت چي د زمان او مکان مفاهيمو د تاريخ په تدوين کي بنسټيزه ونډه واخستل ، تر هغه وروسته بيا ديوه علمي دسپلين په څير معرفي او خپله لاره يې روښانه کړل .

د نولسمي پيړۍ په لومړيو کلونو کي د مورخينو تر منځ دوو محوري طرحو پرا ختيا وموندله ، چي په حقيقت کي دا د مورخينو تر منځ د دوو سترو فکري جريانونه تمثيل وو . يو شمير مورخين په دي عقيده دي چي بشري تمدن واحده منشا لري او ديوې لرغوني مدني حوزي څخه را پيل شوېدۍ . اليوت سميت (Elio Smith) ګوردن چايلد (Gorden Cahild) تاينبې (Arnold Tainbe) او مورګان (Morgan) د همدې فکري لوري په سر سر کي پيژندل شويدي .

د خپريدني يا (Diffiusion) يو نامتو پلوي ګوردن چايلد د دې نظريې ملاتړ تر هغه سرحده وکړ چي هغه يې د نړۍ پر تاريخي افکارو تر لسګونو کالو پوري واکمنه او بريالۍ وځلول . نوموړي د مصر ، بين النهرين او سند مدنيتونه تر څيړني لاندي ونيول او د دې مدنيتونو تر منځ يې ورته او مشابه ټکي را برسيره کړل او په نتيجه کي يې د ټولو مدنيتون منشا د مصر څخه را پيل شوې اعلان کړل . چايلد د خپل نامتو اثر (( سير تاريخ )) تر عنوان لاندي خپله رايه برملا کړيده ، او په خاصه توګه (( د ښار اوښتون )) تر سر ليک لاندي يې د دې نظريې د پوره ثبوت هڅه کړيده . په دي تر تيب د چايلد او دهغه د نورو ملګرو نظريه چي د تاريخ د يوه مهم فکتور (( مکان ))په اړه مطرح وه تر زياتو زمانو پوري يې خپل حاکميت وساتۍ .

پخوا تر دې چي د (خپريدني) تر نوم لاندي يوه ټاکلې تاريخي تيوري تدوين شي ، په ختيځ کي زيات شمير مورخينو او ليکوالانو د مذ هبي تمايلاتو تر تاثير لاندي په يوه يا بل ډول د همدې تيورۍ ( خپريدني ) په محدوده کي عملي ګامونه پورته کړيدي . دا حقيقت د اسلامي نړۍ د پراختيا پر مهال او يا په بله وينا په منځنيو پيړيو کي پوره جوت دۍ . د هغه مهال په زياتو اثارو کي د يوې واحدي منشا څرک شته ، خاصتا په پخواني افغانستان کي زيات شمير مورخينو د خپل ليکل شوي تاريخ لومړنۍ فصل د انبيا ( عليهم ) څخه را پيل کړيدۍ . چي د بيلګي په توګه اخبار الطوال ( دينوري ) زين الاخبار ( عبدالحۍ ګرديزي ) تاريخ ګزيده ( احمد الله مستوفي ) تاريخ مرصع افضل خان خټک روضته الصفا ( ميرخواند ) تاريخ طبري ( جرير طبري ) تاريخ ګلستانه ( احمد ګلستانه ) تاريخ فرشته ، مطالع النوار ، او يو زيات شمير نور د همدې ډول اثارو څخه شميرلای شو چي د واحدي منشا مانا ځني اخستل کيدای شي .

د مورخينو دوهمه ډله هغه شمير پوهان دي چي د چاپير يال پر اصالت او د محيطي امکاناتو په رول متکي نطريه يې خپله کړيده . د دوۍ په نظر د مدنيتونو منشا يوه نه ده اود نړۍ مدنيتونو د يوه مدنيت څخه انکشاف نه دۍ کړۍ ، بلکي د هري سيمي د چاپيريال مطابق او د هغې سيمي د محيطي امکاناتو په محدوده کي ځانګړۍ مدنيت منځ ته راغلۍ او وده يې کړيده . خو دا شمير پوهان د مدنيتونو د خپلواک ايجاد تر څنګ د مدنيتونو تر منځ اړيکي هم ارزښتمني ګڼي جوليان استوارد ( Julian Ostward ) ميرمن بوسر اپ ( Ms. Buser Aupe ) کاسمينسکي ( Kazminisky) او يوشمير نور د دې نظريې د مخکښانو څخه شميرل کيږي .

جوليان استوارد په خپل يو اثر کي چي د ( فرهنګي بدلون پروسه ) تر سر ليک لاندي خپور شويدۍ ، په دې اړوند ليکي : د خپريدني پلويان د ټولنو پر مشابه او ورته ودي زور اچوي ، په داسي حال کي چي د لومړيو مدنيتونود پيژندلو معياري او معقوله لار د کلتوري اقليم ( Cultural Ecology ) څخه ګټه اخيستل دي . يوازي د همدې روش او متود په خپلولو او کارولود لومړنيو مدنيتونو د پيدايښت زمينې او د ودي لاري په رښتيني توګه پيژندلاي او تر لاسه کولای شو . د دې ډلي يو بل نامتو پلوي کاسمينسکي دي ، چي په خپل يو ه اثر کي ( د ارنولد تاينبې پر فلسفه انتقاد ) تر سر ليک لاندي يې خپور کړيدۍ ، ليکلي چي : لومړني مدنيتونه په بيلا بيلو سيمو او بيلا بيلو زمانو پوري اړه لري ، هر مدنيت ځانګړي او ټاکلي مميزات لري چي د همدې خاصو مميزاتو د لرلو په وجه ويلای شو ، دا مدنيت په خپلواک ډول منځ ته راغلۍ دۍ ، وده يې کړې او پيژندل شويدۍ . د دې نظريې پلويان د کلتوري ، جغرافيايې او ايکالوژيکي تاثيراتو ارزښتمندۍ ته زياته پاملرنه کوي .

په ختيځ کي د دې نظريې د پلويانو شمير زيات نه دۍ ، خو د کيفيت له مخي يې وزن او وړتيا په لوړو پوړيو کي ښودل شويده . ابن خلدون او البيروني او يو شمير نورو مورخينو بيله دې چي د تاريخ ليکني روش او ډول ته يې پام اړولۍ وي ، د تاريخي پيښو تصوير يې په يوه يا بل ډول داسي تر تيب شويدۍ چي افاده يې د مدنيتونو پر خپلواکۍ متکي دۍ خو د تاريخ ليکني دا تيوري چي پخواني مدنيتونو د خپل چاپير يال مطابق وده کړې ، د منځنۍ اسيا په هيوادونو کي ډير لږ پلويان درلودل . يوازي د شلمي پيړۍ په پيل کي يو شمير مورخينو د مدنيتونو د خپلواک منځ ته راتللو او ودې کولو ته پام وکړ . په افغانستان کي د دې ډلي مورخينو په سر کي علامه حبيبي او د تاريخ ټولني دوه تنه نور مورخين خدای بخښلۍ استاد احمد علي کهزاد او خدای بخښلۍ مير غلام محمد غبار وو . په هندوستان کي ه . ش . ډانګې او ، ب . ن . پوري په ايران کي عبدالحسين زرينکوب او حسن پيرنيا او په تاجکستان کي بابا جان غفوروف له دې ډلي مورخينو څخه شميرل کيږي .

د منځنۍ اسيا په هيوادونو کي د ياد شويو مورخينو له خوا ليکل شوي او خپاره شوي اثار د شهرت لوړو پوړيو ته رسيدلي دي ، تاريخ در ترازو د ښاغلي عبدالحسين زرين کوب تاريخ قديم ايران د حسن پيرنيا ليکنه هغه اثار دي چي په ايران کي دننه او بهر د پاملرني وړ ځای لري ، په هندوستان کي د هند تمدن ، هند د کوشانيانو تر واکمنۍ لاندي ، او هند د لومړي کمونيزم څخه تر مرئيتوب پوري چي په پر له پسې توګه د هندي مورخينو شيري واستوا ، ب . ن . پوري او ه . ش . ډانګې له خوا ليکل شويدي ، هم د هغو هندي نامتو اثارو په شمير کي راغلي چي د چاپيريال پر امکاناتو متکي دي ، په تاجکستان کي د بابا جان غفوروف ليکنه هم د همدې لړۍ يو بل اثر دۍ .

په افغانستان کي د علامه حبيبي د زياتو اثارو تر څنګ تاريخ قديم افغانستان او افغانستان در مسير تاريخ هم له هغو اثار څخه شميرل کيږي چي بنسټيږ اډانه يې د چاپيريال پر شتو او امکاناتو تکيه لري ، چي د مرحوم استاد احمد علي کهزاد او مرحوم مير غلام محمد غبار په زيار ليکل شويدي . د دې سترو مورخينو تر څنګ يوشمير نورو افغان مورخينو هم د علامه حبيبي پر قدم ګامونه پورته کړيدي اوداسي تاريخي اثار يې تدوين کړي چي د افغانستان په تاريخ او تاريخ ليکنه کي وياړلي ځايونه لري چي د ټولو را يادول په دې لنډه ليکنه کي شونې کار نه دۍ .

د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ ، افغانستان بعد از اسلام ، د پښتو ادبياتو تاريخ ، سنګ بنشته ها و خطوط کهن افغانستان ، تاريخ مشروطيت در افغانستان ، کابل شاهان ، صفاريان او تر ۱۳۵ ټوکه زيات څيړنيز او بديع خپاره شوي اثار د افغانستان په تاريخ کي ارزښتمن او د شهرت لوړو پوړيو ته رسيدلي دي . حبيبي د يوه مبتکر او خلاق مورخ په توګه داسي تاريخي اثار تاليف او خپاره کړل چي عملا يې د مدنيتونو پر خپلواک منځ ته راتللو او د محيطي امکاناتو پر ارزښتمن تاثير ، د تائيد او ترجيح اثار ګڼلای شو . په دې برخه کي د تاريخ مختصر افغانستان څخه څو بيلګي په ګوته کوو او د دې ادعا دثبوت لپاره يې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کوو .

علامه پوهاند حبيبي د تاريخ افغانستان په لومړي ټوک کي د ويدي تمدن په اړه ليکي : (( در حدود ۱۴۰۰ ق . م . مدنيت باشکوه تحت عنوان ويدي در سرزمين افغانستان باستان حاکم بود ، که از کتب چهار ګانه ويدا ، ميتوان به وجوه ګونه ګون ان مدنيت پی برد . نامهای بعضي از اماکن ، قبايل و درياها در اين سرود ها امده و تاکنون باقی مانده است . کلمه پکتها( پښتون ) الينا ( مردم شمال لغمان ونورستان ) سند ( سيند ) کوبها ( کابل ) هيروتی ( دهراوت )و غيره را ميتوان ياد کرد . ))

د دې متن څخه په ډاګه کيږي چي ويدي مدنيت د افغانستان د لرغونو اوسيدنکو ځانګړې لاسته راوړنه ده ، چي د اړوندو سيمو يادونه يې جغرافيا يې محدوده ټاکي . حبيبي د همدې مدنيت د ټولنيز او سياسي جوړښت په اړه ليکي : (( خانواده ارين ها را کولا ( در زبان پښتو کهول ) ميګفتند و اساس زنده ګی اجتماعی ان جمعيت ها را تشکيل ميدادند که از ان عشاير به وجود مي امد و رئيسی به نام پتي داشت هنګاميکه چند کولا باهم جمع ميشدند ګرامه يا ويسه را تشکيل ميدادند . و مسکن شاهی را پور ميګفتند اين کلمات تاهنوز در اسما واماکن مشهود است . بګرام ، ميروېس ، شير پور وغيره ؛ رئيس خانواده پاتي معادل پدر کنونی رئيس عشيره را کوترا پتي ، رئيس ويا ملک قبيله را ګرام پاتی رئيس قريه را ويس پاتی و شاه را به نام راجان ياد مينمودند . همه ارين ها بالترتيب از مقام پدر و رئيس خانواده الی مقام شاه احترام ميګذاشتند . ))

علامه حبيبي د ويدي او اوستايې مدنيتونو تر منځ هم ځانګړتيا ته پام کړيدۍ ، او دا دوه مدنيتونه چي يو د راغلو اريايې قبيلو سره يوځای وده کړې او بل يې څه نا څه دوه سوه کاله وروسته په لرغوني افغانستان او په ځانګړي توګه بلخ کي پيل شوۍ ، داسي ليکي : (( در حدود ۱۲۰۰ قبل از ميلاد مدنيت اوستا يې که از لحاظ محتوا با مدنيت ويدي تفاوت داشت در سر زمين افغانستان شګوفان ګشت ، در اوستا امده است : يمه به اهورامزدا امر فرمود ، يک ( واره ) را ساخت که طول وعرض ان به اندازه يک اسپرس ( يک ميدان اسپ دوانی ) بود و در ان حيوانات و جانوران مانند ګسفند ، ګاو ، و مرغان وغيره را نګاه داشت وجای اب را هم به درازی يک هانه ( ميل ) کند ودر ان واره بازارها ، ګذرها وخانه ها را به ترتيب مخصوص ساخت ، ولی مردم عليل ، دروغ ګو ، و پيس را در ان شهر جای نداد. ))

هغه کلي حکم چي ټول مدنيتونه يوه ريښه لري ، عملا د علامه حبيبي په هغو ټولو تاريخ اثارو کي چي د افغانستان د تاريخ په اړه يې ليکلي دي ، له پامه ليري پريښودل شويدي . علامه حبيبي خپل نامتو اثر تاريخ مختصر افغانستان د منځني ختيځ څخه نه بلکي د منډيګګ څخه پيل کړيدۍ . دا پيل چي د پخواني معمولې دود څخه خلاف وو ، خو دومره موثر وو چي په ډيره لږ موده کي د پوره پاملرني وړ وګرځيد ، او د افغانستان ټولو لوستو او نالوستوافغانانو ته د هيواد د تاريځ د پيل حد څرګند شو او د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ خبره د هري علمي او سياسي غونډي تر ټولو منلی او معمولي وينا وګرځيدل او دا دۍ اوس د افغانانو تر منځ د يوې معقولي علمي مقولې په څير منل شوېده .

علامه حبيبي د تاريخ مختصر افغانستان په خپرولو سره په حقيقت کي د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ پر له پسې رښتنۍ مسير روښانه کړ . او د پنځه زره کلن اوږد زماني واټن ټولي پيښي يې په خپل خلاق استعداد ګام پرګام داسي وڅيړلې او ووډلې چي له يوې خوا يې د دې ليري زماني و

پوهاند مجاور احمد زيار - Majazi Ahmad Ziyar (3)
پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار (په انګرېزي: Mujawir Ahmad Zyar) د افغانستان يو ژبور څېړونکی ، ژبپوه، لرغونپوه، شاعر، ليکوال او اديب دی نوموړی په ۱۹۳۷ زېږديز کال د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې وزېږېد .
لومړنی ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .
پر 1962 زيږيز كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .
له 1966 تر 1972 ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توکمپوهنه ( اتنالوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .
له 1984 1986 ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( 1994 1996 ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار "اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .

پير محمد کاروان - Pir Mohammad Karwan (1)
پير محمد کاروان (په انګرېزۍ کې Pir Mohammad Karwan) د نور محمد زوی دی او د خوست ولايت د تڼيو د ولسوالۍ د نريزې په کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د نريزې د کلي په لومړني ښوونځي کې تر شپږم ټولګي سر ته رسولي. د ښوونځي د درسونو تر څنګ يې په ماشومتوب کې د قرآن شريف او يوڅو نورو ديني درسونو کتابونه هم لکه خلاصه، منيه، او ځينې نور ابتدايي ديني کتابونه هم لوستي دي.

شاعرۍ ته مخه

د سعدي ګلستان نومی مشهور کتاب يې هم لوستی چې څه ناڅه يې د نوموړي د شاعرۍ مينه په هماغه ماشومتوب کې پياوړې کړې ده. هغه د پښتو د فولکلور او په تېره له افسانو سره ډيره مينه درلوده. د ښاپيريانو او نورو مينانو ډيرې کيسې يې يادې وې او خپلو ماشومانو همځولو ته به يې هر وخت وييلې. پښتو لنډۍ او د پښتو داستانونو او نکلونو منظومې نارې يې زښتې زياتې خوښيدې. ډيرې يې آن په وړکتوب کې په ياد وې. دوولس کلن ديارلس کلن به ؤ چې څه ناڅه منظومې جملې ېې جوړولی شوې. دا منظومې جملې به يې په ولسي فورم او يا د لنډيو په شکل جوړولې. د ماشومتوب د وخت د يوه شعر د سر کړۍ ېې ور په ياد ده چې هغه يې خپل لومړنی شعر بولي. هغه کړۍ داده:

زمادسوي زړګي واوره يوه خبره-خولګۍ دې سپينه مرغلره

دامکمله لوبه وه چې دشعرنورې برخې يې رانه هيرې دي.کله چې ماشوم وم دسهارتر

لمانځه وروسته به مې له ملانه دديني کتابونوترڅنګ دسعدي ګلستان لوست چې ماته به يې ډيرخوندهم راکاوه.زمااستادمومن خان نوميده خدای دې يې وبښي.نوموړی زما دپلارله ماماخېلوڅخه ؤ.يوه ورځ په ګلستان کې داخواږه بيتونه راغلل:

_ګلې خوشبوی درحمام روزې

رسيدازدست محبوبې بدستم

بدوګفتم که مشکی ياعنبری

که ازبوی دلاويز تو مستم

بګفتا من ګل ناچيز بودم

وليکن مدتی باګل نشستم

جمال همنشين در من اثر کرد

و ګر نه من همان خاکم که هستم

داشعرچې ملاصاحب په پښتوراته تشريح کړپه هماغه ماشومتوب کې يې سخت خوندراکړ.په هغه وخت کې به چې زه سبق ته تلم دماشومتوب له شوخۍ نه هم په آمان نه وم.په بډه کې به مې لينده راسره وه.کله به چې له سبق نه دخپل کورپه لورراروان شوم نولمربه پرکلي سروهلی ؤ.په لاره کې به بامبوټيواوونوکې مرغۍ څارلې چې ګوندې يوه خوپکې وولم.په همدې سهارچې زه دسعدي دپورتني عاشقانه اومفکرانه

ډاکنر کبیر ستوری- Doctor Kabir Storay (4)
ارواښاد ډوکـتور کـبیـر ستوری د پښتو ژبـې منلی شــاعـر،لـیـکـوال او څـیړونکی د پلوم سا پوه
( Diplom-Psychologist) په هډ پښتون په ټبر میرداد خیل دی چې د پښتنو د یـوسـفـزو د پـرګـنې پـورې اړه لري.
ستوری د لعل محمد خان زوی او د مېرزا محمد جان لمسى ، د بری پښتونخوا د کونړ د تنر په کلي کې پر ۱۷ / ۰۱ /۱۳۲۱ ل هـ کال ( 06.04.1942 ) زيږیدلی دي
ده خپله لومړنۍ زده کړه د خاص کونړ په لـومـړني ښوونځي او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې او خپله لوړه زده کړه د جرمنی د فرانکفورت ، کولن او ماربورګ په پـوهـنـتـونـونـو کې د ساپـوهـنې ( Psychology )په څانګه کې چې فلسفه (Philosophy) سیاسي پوهنه (Pol. Scienec) او ټولنپوهنه (Sociology)ورسره مل وه سرتته رسولي ده.
ستوری د نړئ د ساپوهانو په ډله کی ولاړ ؤ او د ۱۹۷۵ ع کال راهیسی د کړنی د ساپوهنی د نړیوالی ټولنی (انټرنیشنل ایسوسیشن اف اپلایډ سیکالوجی) غړی ؤ.
ستوری د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند (پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ) لومړني مشر ؤ او ددی ګوند د بنسټ ایښودونکو مخکښانو څخه دی
د شاعرۍ په نړۍ کې د یوه پر مختللی ادبی بهیر پوری اړه لری چې مشر نماينده ئې د پښتو د اد ب پلار اجمل خټک دی. د پښتنو د یووالی ، خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربخلی دی.

ډاکټر ببري ګل (ګل لالا) وزير - Docto Bari Gul Wazir (Gul Lala) (1)
څپرکی
حاجي صاحب ميرزا علي خان چي په فقير ايپي مشهور ؤ، په ١٨٩٧ کي په شمالي وزيرستان
کي کجورۍ پوسټ ته نيژدې کېرته کلي کې وزېږولؤ. د پلار نو يې حاجي ارسلا خان ؤ
چي يو سوله غوښتونکی سړی ؤ او هر وخت به د خپلو خپلوانو په شخړو او مرڼو کې
منځګړيتوب کولؤ.

ډاکټر شر يفه شر يف - Doctor Sharifa Sharif (1)
شريفه شريف په افغانستان کې زيږېدلې خپلې زده کړې يې په کابل پوهنتون او دوکتورا يې په امريکې کې اخيستې ده.

په پښتو او درې ژبو لنډې کيسې ليکلي د ژورنالستې په توگه يې د نده ترسره کړې ده.

د يوې مودې لپاره هم د ولسمشر کرزي د بهرنيو چارو د سلاکارې په توگه پاتې شوې ده.

په ادبي آثارو يې نقد او کره کتنه کړي د پښتو شعر په دکلمه کې ځانگړى استعداد لري.

شريفه شريف اوس په کانادا کې اوسيږي او د ليکنو تر څنگ په خپلو ژوناليستکي چارو بوخته ده.

ډاکټررحمت ربي زيرک يار - Doctor Rahmat Rabi Zirakyar (1)
پوهاند عبدالحى حبيبي (1)
علامه پوهاند عبدالحی حبيبي ( ۱۲۸۹ ل. - ۱۳۶۳ ل.) (انګرېزي: Abdulhai Habibi) د علامه حبيب الله كندهاري ( حبو اخندزاده) د درنې كورنۍ پر آسمان تر ټولو روڼ او ځلاند ستورى ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي دى چې زموږ د هېواد د معاصر فرهنګي بهير د "سرلاري" وياړ يې ګټلى دى.


Found: 62 book(s) on 7 page(s). Displayed: book 28 to 36.

ابتدایی پښتو  په انګیسی ژبه کی  beginning Pashto
ابتدایی پښتو په انګیسی ژبه کی beginning Pashto (admin)
پشتو - Pashto
Comments: 0
دسلیمان لایق شعری مجمږعه  چونغر  CHOONGHAR
دسلیمان لایق شعری مجمږعه چونغر CHOONGHAR (admin)
پشتو - Pashto
Comments: 0
سیندونه هم مری  داسحاق ننګیال شعرونه  ESHIQ  NANGHYAL
سیندونه هم مری داسحاق ننګیال شعرونه ESHIQ NANGHYAL (admin)
پشتو - Pashto
Comments: 0
دکمونیزم اصول THE COMMUNISM ELEMENTS
دکمونیزم اصول THE COMMUNISM ELEMENTS (admin)
پشتو - Pashto
Comments: 0
دښوونګو تربیوی  سیمینار THE TEACHERS MEETING
دښوونګو تربیوی سیمینار THE TEACHERS MEETING (admin)
پشتو - Pashto
Comments: 0
دیالکتیک ماتریالیزم دځوانانو لپارهCAPITALISM  FOR YANG'S
دیالکتیک ماتریالیزم دځوانانو لپارهCAPITALISM FOR YANG'S (admin)
پشتو - Pashto
Comments: 0
د بنایی(معماری) دکورس رهنما  how to make a house
د بنایی(معماری) دکورس رهنما how to make a house (admin)
پشتو - Pashto
Comments: 0
د حلبی سازی دکوس رهنما  how to work at the shope
د حلبی سازی دکوس رهنما how to work at the shope (admin)
پشتو - Pashto
Comments: 0
دراډیو جوړولو دکورس رهنما how to fix a radio
دراډیو جوړولو دکورس رهنما how to fix a radio (admin)
پشتو - Pashto
Comments: 0

« First page  «  1  2  3  4  5  6  7  »  Last page »

Books per page: 

 

RSS Feed: پشتو - Pashto (New books - کتاب های جدید)