هیله ده چی ستاسو خوښه موسی

 

د اروا ښاد ملنګ جان  شکلی  شعرونه 

چې بې ننک  اوبې  پښتو  وي پښتون نه دى

چې د قوم په شرمېدو وي پښتون نه دى

پښتون هغه دى چې غم دتمام دقوم خوري

چې د ځان په جګېدو وي پښتون نه دى

دپښتون نظر مدام په ننګ و نام وي

چې نظر يې په پيسو وې پښتون نه دى

پښتون  هر کله طالب دخپل شرف دى

چې طالب دپيسنو سرو وي پښتون نه دى

پښتون تل پخپله ژبه ټينګ ولاړ وي

چي په دروغ  يې ګفتګو وي پښتون نه دى

پښتون نه شي باداري د چا منلى

چې اختيار يې دپردو وي پښتون نه دى

په نصيب دملنګ جان دغه مسرې شوې

چې خپه په دې مسرو وي پښتون نه دى

 

 

ژړوي مې لکه شــــمــعـــه د اشـــنـــا ســـتـــرګــــې خــــمـــارې

پـــــه ګــــــرېـــــوان راتــه بــهــېــږي همېــشه د اوښـــکو دارې

 

د خـــوشــرنــګـو پــه ټـــولـــي کـــې خــلــکو!چا رانه زړه ویوړ

پـــه قــیـــامــت بـه ځـواب ورکــړئ خـدای نا تر سو دل ازارړ

 

نــاصــــحـــان مـــا لــره څله د کینې پـــه ســتــرګـــو ګــــوري

چـــې زړه  وو ځــې لــه واکــه څــوک بــه څه کړي ؟ انصافدارو

 

هر سړی پــیــدا خــــپــــل کـــــارتـــه زه خـدمــت لـره د ښکلـو

غم د چا په ځان  پیرزو دی، خـو د تقدیر کـړي خــپـلـې چـارې

 

که څوک حال غواړي په عشق  کې، قیاس دې وکړي ملنګ جان ټه

هـــمـېـشــه پــه لار کـې نــاســــــت وي پـــه مثال د څو کیدارو

 

 

رايادوئ د ميرويس خان وختونه

مه هېردئ د خوشحال خان وختونه

زلمو ، تيار شئ چې ناکام نه شو

ډېر دي  نژدی  د امتحان  وختونه

اپريدو ، ولي حرکت نه کوئ

بيا کړئ تازه د دريا خان وختونه

مومندو، پل د ايمل خان ونيسئ

نه  دي  دانه  دي  د غيران  وختونه

يو سفزو، مه هېروئ خدای لپاره

د چار  غولی د عجب خان وختونه

ستا سو په غم کې خان پټکی نه تړي

تېر شو سر تور  د باچا خان وختونه

پښتونستان ګلان به کله بوی کړي؟

په تمه تېر کړل ملنګ جان وختونه

 

بــــــې غـــــم کـــله د غـــم جـــن پــه غــم پـــوهــیـــږي

غــــمـــجــــن ځـــان لـــــره د ځـــان  پــه غم کـــړېږي

دردمندان د ځان په درد کې ویش  او واي کــړي

بـــي درد کـــلـــه د درد مــــنــــد پـه درد خوږېږي

څوک چې موړ وي ټول عالم ورتـه موړ ښکاري

موړ  د  وږي  په  حــــــا لــــت  کــلــــــه  خــبرېږي

د جمله زړونو ما لــــک پـــــــــــرور د ګـــار دي

بنده  کلـــــــــــه  د بنــــــــده  پـــــه  زړه  رســـېږي

ته  پخپـــــــــل غـــــم و درد زاؤه مــــلــنګ جان 

دبل څه دی چی دا ستا په غم زړېـــــــــــــــــــــږي

 

اي وطنه ستاپه عشق کي زه تيرترخپل ځان يمه

ستاچي ترقي غواړې زه هغسې يوځوان يمه

ای وطنه ته يې هديره  د مور و پلار زمونږ

ته لکه زيارت زه مجاورستادآستان يمه

يوذره دخاورې ستاپه درست جهان به ورنکړم

يوموټی له خاوري ستاپه سرومال قربان يمه

تيربه شم له سرنه لاکن نه ستاديوکړکي نه

ځکه چي دنياکې مشهورشوی په افغان يمه

خيردی که وچ کلک يم دغيرت ټوټه مي پاتي ده

ستادهردښمن په مخ کي تندرداسمان يمه

نشته داسې بخت لکه چي ماملنګ جان خپل وليد

شپي ورځې داستاپه غيږکي پورت خوشال خندان يمه

 

وژنــــی مې خبل ورور په کولو دا د چالمسون دي

بــــې ګناه مي جوړبه کاله وار په وار شب خون دي

                             * * *                             

نــــــوم د ازدۍ چــــي واخــلــم بیا یې مي زندان لره    

مـــال و ملک ضبطېږی رانه دا په کوم قانون دي  

زه د دې دنـــیــــا عـــدل و انــــصــــاف ته حیرانیږمه    

ورک پـه سپین میدان ولي رواحق د پښتون دي      

 کـــلـــه مـــسلــمـان پر مسلــمان باندي تعدا کوي   

نـــــن چـي داسـي کیږی خو دبل په پیوستون دي    

خــــداي لپاره ورونو تمام قوم سره تړون وکړئ     

یــــو یــــو تـــالا کـــیـږو دا سبب مو د بیلتون دي    

لاړ شه ملنک جانه پښتونخوا په غرو کې وژاړه   

کـــار دلــس وشل نه دي دا کار د شل ملیون دي   

 

لـــــوګـــي شـــمـــه لـــه تــانــه پــتــنـــــګ دې یم پتنګ 

زمــــا پـــښـتــو نــســتـانه مـــلـــنـــک دې یـــم مــلـنـګ    

مـــوږ ســـتـــا ل زیـــږو کـــاڼــــــو نه لالونه به لوګي کړو     

لالـــونــــه خـــو لا څـــه کـــړي چي ځانونه به لوګي کړو    

ژونــــد نـه غــــواړو بــــې تـــانـــه ملنګ دی یم منلګ    

 

عـــــزت چـــــي خــــلــک وایې خو عزت زموږ ه ته یې 

عـــزت خـــولا عــــزت وي چـــي جــنــت زمـوږه ته یې

پـــه تـــا تــیــریو له ځــانـــه مـــلـــنـــګ دې یم ملنګ

 

د غـــیـــرو شـــنــه بـــاغونه ځار شه ستا شاړو میرونه 

کوم خوند چی شته جنت کې زه یې اخلم ستاله غرونه  

زمـــــا جـــنـــت نــښــــانــه مــلـــنــګ دې یــم مــلــنــګ

 

مـــجــنون ته که لیلا وه خو پښتون ته ته لیلا یې 

لیــــلا خــــــو لا یــــــــې چـي زموږ ننګ او حیا یې

مــحــبــوب د مـــلـنـــګ جانه ملنګ دې یم ملنګ

پښتون يم د پښتو په لاره

پښتون يم د پښتو په لاره تل مدام جنګېږم
هيڅ نه يمه نيمګړی
چې هر کله مريض شم په جنګونو کې روغېږم
تشخيص مې دځان کړی
له موره چې پيدا شو زما سر ته يې کېښوده توره
چې دا کار به کوې ته
دا دا مې راته وويل زما د سترګو توره
وطن به دې ساتې ته
چې بېرته پاتې نه شي په مېدان کې له تربوره
په مخ کې به ورځې ته
ابۍ مې راته وې په بې ننګۍ دې خپه کېږم
ما ننګ ته يې راوړی
چې غږ د سربازۍ واورمه وينه مې په جوش شي
پاڅم په خلاصه ټنډه
چې شرنګ د تورې واورم هر سرود مې فراموش شي
ورځم په منډه منډه
دښمن چې راته وګوري د وېرې نه بې هوش شي
بيا ژاړي لکه کونډه
که د دېو قدرته غټ وي پاس په څټ يې و سورېږم
په يو ګوزار مې وړی
په دروغو لاپې نه کوم ښکاره يم لکه لمر
دنيا کې لور په لور
دښمن باندې چې غږ کړمه الله اکبر
د ځانه اخلي اور
ولجو کې مې راوړی له غليمه ځنې سر
ښکاره دی زما زور
په منځ کې د ايشيا د قهرمان په نوم يادېږم
هر وخت مې بری وړی
يو ځل چې قيامت تېرشي خلک پاڅي له قبرونه
بيا يې څوک نه شي وژلی
زه تېريمه د شلو قيامتونو له جندرونه
له قبره يم وتلی
پوره حساب مې ورکړ رابهر شوم له تيارونه
ما خپل اجل خوړلی
صادق پخپل اقرار زه ملنګ جان صفا عږېږم
چې وايې وري وګړي


---------

پښتونه پاڅه

پښتونه پاڅه خپل عزت وګټه
وتړه ملا له ټينګ ايمانه سره
د ازادۍ سوچه نعمت وګټه
ځان مساوي کړه له جهانه سره
چې ازادي نه وي ژوندون دې نه وي
هغه ژوندون نه مرګ بهتر ګڼمه
چې اقتدار نه وي پښتون دې نه وي
بې اقتدار له مړو بتر ګڼمه
چې ليلا نه وي نو مجنون دې نه وي
په عاشق بې ياره محشر ګڼمه
د ليلا سرې شونډې شربت و ګټه
کېنه ټولي کې عاشقانو سره
کندو کچکول واخله ملنګ شه وروره
که دې سرې شونډې د اشنا خوښېږي
لکه زمری ته په غورځنګ شه وروره
که معشوقه دې په رښتيا خوښېږي
د ځان په وينو کې رنګ رنګ شه وروروه
که سر خرو يې دې په دنيا خوښېږي
د خپل وطن زېب و زينت وګټه
بې ډوله مه ګرځه ځوانانو سره
که پس له مرګ څخه ژوندون غواړې
مدام طالب د نام و ننګ اوسېږه
که اوږد عمر د مجنون غواړې
په ازادۍ پسې پتنګ اوسېږه
که په رښتيا حق د پښتون غواړې
لکه خوشحال توره په څنګ اوسېږه
دقام ابرو پخپل همت وګټه
هله به خان شې د خانانو سره
مال صدقه ګڼه له سره ځنې
سر د ناموس نه کړه قربان پښتونه
وباسه خوند له تورې سپره ځنې
ځان ته پيدا کړه لوړ نشان پښتونه
غلامي بده ده سقره ځنې
جوړ کړه ازاد پښتونستان پښتونه
د ملنګ جان د رنځ شربت وګټه
وکړه اخلاص د درمندانو سره

-------
نن جوړ ملي اختر دی

نن جوړ ملي اختر دی خو زما په برخه غم دی
اخته د ځان په وير يم
دا ځمکه رنګينه شوه جوړ په ماباندې ما تم دی
صياد په دام کې ګير يم
نن جوړ ملي اختر دی خلک خاندي زه ژړېږم
ژړا مې نه ودرېږي
د خپلې ازادۍ ليلا ديدن پسې کړېږم
په مخ مې رود بهېږي
بې رحمه زمانه شوه خپل مراد ته نه رسېږم
فرياد مې ځکه خېژي
په ماباندې جوړ کړی زور ګيرانو لوی ستم دی
په شته جايداد فقير يم
نن جوړ دی ښه محفل او ښه سرود دسروديانو
هيڅ نه اورم په غوږونو
بې غم دي ورته ناست د روغو زړونو خاوندانو
دا وخت دی د خوندونو
زما کله هېرېږي آه زګيروي د ماشومانو
چې مړه دي په بمونو
ښه ياد مې چارسدې د قتل عام هغه رقم دی
د ځکه زه دلګير يم
نن ګورم ناست کرسو کې خانان خپل او ملکان
په کوکو کوکو ژاړم
بشره راته په ياد شوه د قاضي عطاءالله خان
له چانه يې وغواړم
د چا له ظلمه مړ شو، لاړ د څه شي په ارمان؟
په دې فکر کې لاړم
په تېغ د ظالمانو مې ځيګر قلم قلم دی
له درده هوا ګير يم
ای خلکو نو په ما کم بخت په هغه ورځ اختر وي
چې واک مې د خپل ځان شي
د اتو مليونو وروڼو اتحاد مې برابر وي
ازاد پښتونستان شي
زما د استقلال مخالفين دې در په در وي
هم دغه مې ارمان دی
غمجن زه ملنګ جان يم تل په برخه مخې ماتم دی
همېش په زړه زهير يم