ارواښاد عبدالرحمن بابا شعرونه 

رحمان  بابا  په  ( ١٠٤٢ )  هجری  کی  په  یوه  غریبه  کورنۍ  کی  زېږېدلئ  دئ، په  قوم  مهمند  او  د  پلار  نوم  یې  عبدالستار  دئ.  دی  په  ( بهادر  کلی )  کی  اوسېدئ.  عبدالرحمان  په  خپله  زمانه  کی  یو  صوفی  مشربه  سړی  وو.  ډېر  شعرونه  یې  ویلی  دی.   

د  رحمان  بابا  شعرونه  د  خلکو  ډېر  خوښ  دی،  خلک  دده  په  شعرو  باندی  پالونه  اچوی. رحمان  بابا  په  ( ١١١٨ )  هجری  کی  مړ  سوئ  دئ.

 رحمان  بابا  د  دنیا  کارونه  نه  کول.  دی  به  تر  یوې  ونی  لاندی  ناست  وو  او  شعرونه  به  یې  ویل  چی  د  هغه  کلی  خلک  تر  اوسه  پوری  هغې  ونی  ته  د  قدر  په   سترګه  ګوری.

د  رحمان  بابا  شعرونه  ډېر  ساده  او  اسانه  دی.  اخلاقی،  دینی،  اجتماعی  او  تصوفی  شعرونه  یې  ویلی  دی.  دده  د  شعرو  کتاب  د  ټولو  پښتنو  خوښ  دئ  او  په  لوړه  سترګه  ورته  ګوری.  د ده  د  شعر  نمونه  په  لاندی  ډول  ده: 

 

غزل

خوی که په دا شان وی دل ازار ستا
څه ښادی به کاندی طلبګار ســــتا

حیف چې اورېدی شی لیدی نشی
حسن لطافت دې پریوار ستا

بیا دوباره نه ګوری وبل ته
هر چا چې لیدلی دې رخسار ستا

خدای زده چې ته یار د کوم یوه یې
هر طرف یاران دی صد هزار ستا

ځای د پښو ایښودو مونده نشی
هومره عاشقان دی په دربار ستا

بل هسې نه وی که یې خدای کا
ما غوندې خاکسار او هوادار ستا

عشق له حسنه، حسن دی له عشقه
ته نګار زما یې، زه نګار ستا

ته زما مطلوب یې زه طالب یم
ته زما طبیب یې زه بیمار ستا

ته که تازه ګل د نوبهار یې
زه یم عندلیب په لاله زار ستا

جور که جفا ده که ستم دی
واړه مې منلی دی یکبار ستا

جور په چا څوک په بها پیری
زه یم د جورونو خریدار ستا

یو تار که ضایع شی ستا د زلفو
ځان به صدقه کړم تر هر تار ستا

سل ازمایښتونه دې راوکړه
حیف دی چې لا نشی اعتبار ستا

تېر یم زه "رحمان " له هره کاره
اوس مې ملا تړلې ده په کار ستا